نهاد های جامعه مدنی افغانستان / د افغانستان د مدني بنسټونو

داشتن بخش امور جامعه مدني از مشخصه هاي اصلي حکومت هاي مردم سالار و باورمند به دموکراسي و ارزش هاي جامعه مدني به شمار مي رود. در دنياي امروزي بسياري از کشور ها و نظام هاي دموکراتيک با در نظرداشت اهميت تامين و تحکيم ارتباطات موثر با نهاد هاي جامعه مدني، بخش هاي امور جامعه مدني را در نهاد رياست جمهوري خود جا داده اند. خوشبختانه براي اولين بار بعد از بوجود آمدن حکومت وحدت ملي، بخش امور جامعه مدني در چوکات اداره امور رياست جمهوري فعال گرديد که باعث تقدير و حمايت نهاد هاي جامعه مدني از اين اقدام دولت گرديده و رياست امور جامعه مدني اداره امور رياست ج.ا.ا. منحيث يگانه مرجع رسمي تامين و تقويت ارتباطات و آدرس مشخص حکومت در تامين روابط با نهاد ها و فعالين جامعه مدني به شمار مي رود .

د مدني ټولنې څآنګې درلودل د ولسواک او د موکراسۍ او مدني ټولنې ارزښتونو ته د ژمنو ټولنو مهمه ځانګړنه شمیرل کیږي. په اوسني معاصره زمانه کې یو شمیر زیات ډموکراتیک هیوادونه د مدني ټولنو سره د موثره اړیکو د ټینګښت ارزښت ته په کتو سره،د خپلو ولسمشرۍ ریاستونو جوړښت کې د مدني ټولنې چارو څانګې رامنځته کړي دي. په ډیرې خوښۍ سره د ملي یووالي حکومت د رامنځته کیدو وروسته د ولسمشرۍ ریاست د چارو ادارې په جوړښت کې د مدني ټولنې چارو ریاست فعال شو او د مدني ټولنې بنسټونو له هرکلي او ملاټر سره مخامخ شو. د چارو د ادارې ریاست د مدني ټولنې چارو ریاست یوازینۍ مرجع ده چې د مدني ټولنې بنسټونو او فعالینو سره د اغیزناکه دوامداره اړیکو ساتلو مسوولیت لري.

زنان / ښځې

زنان بخش عمدۀ از پیکره اساسی جوامع بشری اند و عالی ترين نقش سازنده را دارا می باشند. همانطوريکه رشد و انکشاف عرصه‌های مختلف حيات جامعه بدون اشتراک و سهم‌گيری فعال زنان غير ممکن است، دقيقاً آن وقت می توان از اين سهم فعال و در نهايت از برابری زنان با مردان و همکاری دوشا دوش شان صحبت به ميان آورد که تضادهای اساسی اجتماعی حل شده باشد. اینک ریاست امور جامعه مدنی اداره امور ریاست جمهوری ا.ا در نظر دارد که سهم زنان را در فعالیت‌های اجتماعی-مدنی و مشارکت در پروسه‌های دموکراتیک برجسته سازد. بنا بر این زنانی که علاقمند سهم گیری در پروسه های دموکراتیک هستند می توانند از این طریق با ما در ارتباط باشند.

ښځې د بشري ټولنې بنسټیز اړخ دی او په ټولنه کې رغوونکې او ارزښتانکه ونډه لري. د ټولنې د بیلابیلو اړخونو وده او پرمختګ د ښځو د فعال ګډون پرته ناشونې ده. موږ هغه مهال کولای شو د میرمنو ددغه فعال ګډون او د نارینه و سره د برابرۍ او څنګ په څنګ همکارۍ په اړه بحث وکړو چې د ټولنې بنسټیز تضادونه او توپیرونه حل شوي وي. د ولسمشرۍ ریاست د مدني ټولنې چارو ریاست په پام کې لري، په ټولنیز- مدني فعالیتونو او دموکراټیکو پروسو کې د ښځو ونډه پیاوړې کړي. له دې کبله هغه ښځې چې په دموکراتیکو پروسو کې د ونډې اخیستو غوښتونکي وي،کولای شي له موږ سره اړیکه ونیسی.

جوانان / ځوانان

نسل جوان به عنوان نيروی فعال و متحرك، پرتلاش و با احساس می‌تواند نقش خوبی در پيشرفت يك جامعه داشته باشد. با پايان يافتن سه دهه جنگ و درگيری در افغانستان و بوجود آمدن زمينه تحصيل، جوانان كشور روز به روز به رشد و توسعه كشور علاقمند و جذب مراكز فرهنگي شده و يا اقدام به ايجاد انجمن‌ها و سازمان‌های جوانان می کنند. ریاست امور جامعه مدنی اداره امور ریاست جمهوری اسلامی افغانستان بدین باور است که جوانان نیروی اصلی و محرک عقربه های جامعه کنونی هستند و توانایی مدیریت و رهبری در سطوح مختلف را دارا می باشند. به همین خاطر این اداره در صدد ترتیب لست جوانان فعال سراسر افغانستان می باشد تا بتواند در صورت لزوم با این جوانان در سطوح مختلف همکاری نماید. جوانان سراسر افغانستان که علاقمند اشتراک در پروسه های دموکراتیک و مشارکت مدنی هستند، می توانند این فورم را تکمیل نموده و از این طریق با ما در ارتباط باشند.

ځوان نسل د فعال، خوځنده، هڅاند او بااحساسه ځواک په توګه کولای شي د ټولنې په پرمختګ کې رغنده ونډه ولري. په افغانستان کې د درې لسیزو جګړو او ناخوالو په پای ته رسیدو او د زدکړو د زمینې په برابریدو سره ځوانان ورځ تر بلې د هیواد پرمختګ سره لیوالتیا ښکاره کوي او فرهنګي مرکزونو سره یوځای کیږي.په دې توګه زیات شمیر ځوانان د ځوانانو سازمانونه، بنسټونه او ټولنې رامنځته کوي. د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مدني ټولنې چارو ریاست په دې آند دی چې ځوانان د ټولنې د اغیزناکه او پیاوړي ځواک په توګه کولای شي، د ټولنې د بیلابیلو چارو په برخلیک کې ټاکونکی مدیریت او لارښونه په غاړه واخلي. پورته موضوع ګانو ته په ګتو سره د مدني ټولنې چارو ریاست هڅه لري د افغانستان د بیلابیلو سیمو فعال ځوانانو نوملړ ترتیب او د اړتیا په صورت کې د دوی سره په مختلفو کچو کې همکاري وکړي.هغه ځوانان چې په مدني او دموکراتیکو پروسو کې د ګډون لیوالتیا ولري،کولای شي د دغه معلوماتي جزوې په دویمه برخه کې فورمه ډکه او په دې توګه له موږ سره په اړیکه کې شي.

رسیدگی به اعتراضات مدنی / مدني اعتراضونه ته رسیدنې

یکی از مولفه‌های نظام دموکراسی، آزادی بیان و آزادی اعتراضات مدنی است تا از این طریق بتوانند به خواسته‌های مشروع، شرعی و قانونی شان برسند. از سویی هم امکان سوء استفاده های سیاسی، نامشروع و غیر قانونی نیز از این اعترضات وجود دارد که می‌تواند باعث ایجاد یک بحران ملی در شرايط کنونی افغانستان شود. از این‌رو نياز است تا به اين اعتراضات به طور منظم رسیدگی گردد، رسیدگی به اعتراضات مدنی کمک خواهد کرد تا عوامل اعتراضات به دقت بررسی و به خواست‌های قانونی معترضين در اسرع وقت رسيدگی شود. ریاست امور جامعه مدنی، ریاست عمومی اداره امور ریاست جمهوری اسلامی افغانستان برای اولین بار یک برنامه مشخص و دیتابیس را برای ثبت اعتراضات در سه مرحله: قبل از اعتراض، حین اعتراض و بعد از اعتراضات جهت رسیدگی به موقع به این اعتراضات، ایجاد کرده تا از این طریق با ادارات مربوطه هماهنگی نموده تا در اجرای وظایف قانونی شان کوشا باشند و به خواسته‌های مشروع و قانونی معترضین رسیدگی گردد.

د ډموکراتیک نظام یوه مهمه ځانګړتیا، د بیان او د مدني اعتراضونو آزادي ده ترڅو خلک له دې لارې خپل مشروع،شرعي او قانوني غوښتنو ته ورسیږي. له بله اړخه د یادو اعتراضونو څخه د سیاسي،نامشروع او غیرقانوني ګټې اخیستنې امکان هم موجود ده، چې کولای شي د افغانستان په روانو حالاتو کې د یو ډول ملي کړکیج سبب وګرځي.له همدې امله اړینه ده چې یادو اعتراضونو ته په منظم ډول کې پام شی.د اعتراضونو رسیدنه کی مرسته کوي ترڅو د اعتراضونو لاملونه په ځیر سره وارزول شي او د معترضینو قانوني غوښتنو ته په چټکه ټوګه پاملرنه وشي. د ولسمشرۍ ریاست د مدني ټولنو چارو ریاست د لومړي ځل لپاره یو ځانګری پروګرام او ډیتابیس چې اعتراضونه په درې پړاونو کې ( د اعتراضونو دمخه، د اعتراضونو پرمهال او د اعتراضونو وروسته ) ثبتوي،رامنځته کړی ترڅو دغه اعتراضونو ته په خپل وخت کې رسیدنه وشي. په همدې شان به د اړوندو ادارتو سره همغږي وشي ترڅو د خپل قانوني کړنو په ترسره کولو کې هڅاند اوسي او د معترضینو مشروع او قانوني غوښتنې په پام کې ونیسي.